IQNA

 د افغانستان قاری سپارښتنه

د قرآن په نړیوالو سیالیو کې د قضاؤت  لپاره د یوه واحد دستورالعمول ضرورت اړین دی

10:27 - October 28, 2022
د خبر لمبر: 3486375
ایکنا-(تهران)د ملایشیا د قرآن دنړیوالو سیالیو په دوه شپیتم پړاؤ کې د افغانستان نماینده سید روح ا لله هاشمي ووئيل، هغه نیمګړتیا چې په دنیا کې په قرآني سیالیو کې شته،داده چې د یوه واحد دستور العمل پيروي نه کیږي او هر هیواد خپله خاصه روده لري، په داسې حال کې چې باید یوه واحده روده او دستورالعمل برابر شي.

 د ملایشیا د قرآن  نړیوالو سیالیو دوه شپیتم پړاؤ چې د نړۍ د ۲۷هیوادوونو د ۳۶میرمنو او سړیو ګډون کونکو په شتون سره د تلې یا میزان د میاشتې له اته ویشتمې نیټې پيل شوې او د لړم یا عقرب د میاشتې ددوهمې ترماښام پورې ئې دوام درلود او په پایزو دستورو کې غوره کسانو په معرفۍ سره دغه سیالۍ هم پاي ته ورسیدې  او دغوره کسانو قدرونه او ستاینه وشوه.

د افغانستان یو قاري او نماینده سید روح الله هاشمي په دغو سیالیو کې یو ګډون کونکی ؤ چې ایکناخبري آژانس له خبریال سره ئې د قرآن دقرائت د یادونې دڅرنګوالی په باب ووئيل،ما د هغو نورو کسانو په شان چې د قرآن کریم په یادونې بوختیږي،له اوه کلنۍ څخه د عبدالباسط په شان دقاریانو له کیسټو څخه په استفادې سره مو دغه کار پیل کړ او د قرآن کریم زیاتره یادونه مو دغږپهآوریدوسره ترسره کړې ده.

د افغانستان دغه قاری په دوام کې ووئيل،دمګړۍد پنځو سپارو حافظ یم اوکابو تر شلو کلونو پورې مو د قرآن قرائت تعقیب کړی او دا سیالۍ لومړنۍ نړیوالې سیالۍ دي چې پکې مو ګډون وکړ. البته په ۱۳۹۳لمریز کال کې مو هم په هغو سیالیو کې چې دایران د اسلامی جمهوریت الکوثر ټيلیویژني چینل له خوا ترسره شوي ،ګډون وکړ او لومړۍ مقام مو ترلاسه کړ.

هاشمي ددغو سیالیو د قاضیانو یا جیوري پلاوي په باب روښانه کړه، د ملایشیا د سیالیو د قاضیانو اصلی ډله  دهمدغه هیواد دپخوانیو قاریانو ډله وه چې د امتیاز ورکولو لپاره ئې خپله خاصه روده درلود.هغه نیمګړتیا چې په دنیاکې د قرآني سیالیو په چارو کې شته ،داده چې له یوه واحد دستورالعمل څخه پيروي نه کیږي او هرهیواد خپله خاصه روده لري،په داسې حال کې یوه واحده قاعده او دستور العمل به دس یالیو بډایتوب او  بریالیتوب په ځان پسې ولري. 

 

https://iqna.ir/fa/news/4093843

captcha